CRI Online

چيني کارپوه: شک نه شته چې په شينجيانګ کې د قوانينو له مخې له ترهګرۍ او افراطيت سره د مقابله کولو کارونه مساعد او لازم دي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-14 19:23:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بشري حقوقو د څيړنيزې شورا غړي او د شي بې سياست او قانون پوهنتون د ترهګرۍ پرضد قانوني اکاډمۍ څيړونکي جانګ نان د مارچ په ۱۳مه نېټه په ژنيو کې وويل، شک نه شته چې په شينجيانګ کې د قوانينو له مخې له ترهګرۍ او افراطيت سره د مقابله کولو کارونه مساعد او لازم دي.

د م م د بشري حقوقو شورا د ۴۰مې غونډې په ترڅ کې په م م او ژنيو کې د چين دايمي پلاوي او د چين د بشري حقوقو څيړنيزې شورا د مارچ په ۱۳مه نېټه په ژنيو کې د شينجيانګ د بشري حقوقو چارو د پرمختګ او برياليتوب تر عنوان لاندې يوه ناسته تر سره کړه. ښاغلي جانګ نان په دغه ناسته کې د مذهب او عقيدې د ازادۍ د ساتلو په اړه ځېنې تګلارې شريکې کړې او د چين د مذهبي تګلارو په اړه يې يو شمېر ناسم تبليغات رد کړل او په دې اړه يې کره او حقيقي معلومات وړاندې کړل.

هغه وويل، د شلمې پيړۍ له نهمې لسيزې راپدېخوا، د چين د شينجيانګ د اويغور په کورواکه سيمه کې زرګونه ترهګريزې پېښې رامنځته شوې دي او له امله يې عامو وګړيو ته د سر او مال بې شمېره زيانونه رسولي دي. پخوا په شينجيانګ کې د ترهګريزو جرمونو ډولونه زيات وو، له مذهبي افراطيت سره يې نژدې اړه درلوده او مجرمينو له نړيوالو ترهګريزو ډلو سره تماس ونيوه. د دې حالاتو پر وړاندې، د شينجيانګ حکومت د قوانينو له مخې د اتباعو د سر او مال د امنيت او د مذهب او عقيدې د ازادۍ د ساتلو په هکله د مسلکي روزنې په شمول د ترهګرۍ او افراطيت د له منځه وړلو تدبيرونه نيولي دي او نيسي يې. شک نه شته چې داسې تدبيرونه مساعد او لازم دي. تر اوسه پورې په تېرو مسلسلو پنځه ويشتو مياشتو کې په شينجيانګ کې ترهګريزې پېښې نه دي رامنځته شوې. له دې څخه څرګندېږي چې د چيني حکومت کارونه اغيزمن او مؤثر دی او په شاوخوا سيمو او هېوادونو کې يې د ترهګرۍ او افراطيت پرضد د مبارزې لپاره هم مهم خدمتونه کړي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای