CRI Online

افغان کارپوهانو د چين د ۲ ملي جرګو کلنيو غونډو ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-14 19:28:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، روان کال د چين د ۲ ملي جرګو د کلنيو غونډو پر مهال د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون د مسودې او د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد په شمول اقتصادي چارو د چين او بهرنيو هېوادونو پاملرنې راجلب کړې. د افغانستان د څېړنيز او مشورتي مرکز له مشر غلام جلاني ځواک زموږ له خبريال سره په مرکه کې د يادو مسئلو په اړه د افغان کارپوهانو ځينې عمده نظريې يادې کړې.

ځواک وويل، چې افغان کارپوهان او سوداګر د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون پر مسودې د چين د ملي ولسي کانګريس بحثونو ته پاملرنه کوي. هغه وويل، چې د پانګونو امنيت خونديتوب د بهرنيو سوداګرو هيله ده، دغه قانون به له قوانينو سره د ادارې په برخه کې د دوی لپاره ضمانت برابر کړي. دا مسوده بهرنيو ته يو پېغام ورکړی او د بهرنيو سودګرو د پانګو لپاره يو ساتوونکی قانون دی او د دوی ځينې اندېښنې به ليرې کړي.

ځواک وويل، چې د افغانستان بېلا بېلې برخې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد او د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادۍ ته ډېره پاملرنه کوي، افغانان هيله لري چې دا افغانستان ته اقتصادي او ټولنيز پرمختګونه ورسوي. هغه وويل، د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د اقتصادي اړيکو او ټرانسپورتي تګ راتګ د پياوړتيا په موخه پروژه ده او د نړيوال اقتصادي وضعيت سره تړاو لري.

نوموړی په دې نظر دی چې د چين اقتصاد په تېرې اوږدې مودې کې چټک پرمختګ موندلی، د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون او د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد څرګندوي چې چين اوس د اقتصادي پرمختګ کيفيت ته پام اړولی، څو د پرمختګ ثبات او دوام وساتل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای