د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګريس دوهمه کلنۍ غونډه د مارچ د ۱۵مې نېټې په سهار به په بېجينګ کې پای ته ورسيږي چې پکې به د حکومت د کاري راپور په اړه د پرېکړه ليک د مسودې، د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون د مسودې، د ۲۰۱۸ کال د ملي اقتصاد او ټولنې د پرمختيايي پلان د عملي کېدو د حالت او د ۲۰۱۹ کال د ملي اقتصاد او ټولنې د پرمختيايي پلان په اړه د پرېکړه ليک د مسودې، د ۲۰۱۸ کال د مرکزي او ځايي بوديجو د عملي کېدو حالت او د ۲۰۱۹ کال د مرکزي او ځايي بوديجو په اړه د پرېکړه ليک د مسودې، د ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې د کاري راپور په اړه د پرېکړه ليک د مسودې، د عالي ولسي محکمې د کاري راپور په اړه د پرېکړه ليک د مسودې او د لويې څارنوالۍ د کاري راپور په اړه د پرېکړه ليک د مسودې په هکله رايګيری وشي.
صدراعظم لي که چيانګ به د يادې غونډې له پای ته رسېدو وروسته له چيني او بهرنيو خبريالانو سره وګوري او د دوی پوښتنو ته به ځوابونه ورکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |