CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د بشري حقوقو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-14 20:46:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ۲۰۱۸م کال کې د مختلفو هېوادونو د بشري حقوقو په اړه خپل راپور کې يو ځل بيا د چين د بشري حقوقو د حالاتو غندنه وکړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مارچ په ۱۴مه نېټه وويل، چين د امريکا له دغه عمل سره مخالفت کوي او له امريکا څخه غوښتنه کوي چې له خپلو سترګو څخه دې رنګه عينکې لرې کړي او د چين د بشري حقوقو وضعيت ته په عادلانه او مساوي ډول وګوري او د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي.

نوموړي په همدې ورځ د دغه وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د امريکا په راپور کې د چين په اړه معلومات د پخوا په شان له ايډيولوژيکو تعصبونو څخه ډک دي او امريکا حقيقت پټوي او پر چين باندې چټي نيوکه کوي. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي او امريکا ته يې خپل سخت احتجاج وړاندې کړی دی.

نوموړي وويل، د چين حکومت د بشري حقوقو ساتنې او پياوړتيا ته په ډېره درنه سترګه ګوري. چين د نوي چين له جوړېدو راهيسې، په تېره بيا په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له څلوېښتو کلونو راپدېخوا د بشري حقوقو په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د چين خلک په دې اړه د خبرو واک لري او نړيواله ټولنه هم د چين برياليتوبونه مني. د چين خلک به د چين پر ځانګړتيالرونکې سوسياليستي لارې ټينګار وکړي او په پر له پسې توګه به پرمختګ او برياليتوب تر لاسه کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای