CRI Online

د امريکا سنا مجلس د يو پريکړه ليک په تصويبولو سره په دغه هېواد کې د بيړني حالت د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-15 10:14:31

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا سنا مجلس د مارچ په ۱۴مه نېټه د يو پريکړه ليک په تصويبولو سره د امريکا په جنوبي سرحدی سيمه کې د دولت د بيړني حالت د پای ته رسولو غوښتنه وکړه چې څه موده مخکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا اعلان شوی دی. د سنامجلس له يادې پريکړې وروسته ټرمپ وويل چې دی به دغه پريکړه ليک رد کړي.

په همدې ورځ د امريکا سنا مجلس د ۵۹ موافقو رايو او ۴۱ مخالفو رايو په ورکولو سره دغه پريکړه ليک تصويب کړ او د ديموکرات ګوند دوولسو تنو او د جمهوريت غوښتونکي ګوند ټولو غړو موافقې رايې ورکړې.

د امريکا استازو جرګې د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د ۲۴۵ موافقو رايو او ۱۸۲ مخالفو رايو په کارولو سره ياد پريکړه ليک تصويب کړی و. دغه پريکړه ليک به اوس ولسمشر ټرمپ ته وړاندې شي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې ويلي چې دی د دغه پريکړه ليک ردولو ته په تمه دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای