CRI Online

په چين کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونې قانون د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په دوهمه کلنۍ غونډه کې په اکثرو موافقو رايو تصويب شو

cri     (GMT+08:00) 2019-03-15 10:19:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس دوهمه کلنۍ غونډه د مارچ د ۱۵مې نيټې په سهار په بېجينګ کې پای ته ورسيده چې په چين کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونې قانون په کې په اکثرو موافقو رايو تصويب شو.

په دغه قانون کې بازار ته د بهرنيو پانګو د ننوتلو، هڅونې، ساتنې او ادارې په هکله مقررات جوړ شوي، په چين کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونو په نوي قانون کې د ميکانيزم بنسټيز چوکاټ ټاکل شوی چې په دغه هېواد کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونو په ساحه کې د لارښوودلې بنسټيز قانون په توګه بلل کېږي.

چين د تېرې پيړۍ د اوومې لسيزې په پای کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له غوره کولو وروسته په وار سره د چيني او بهرنيو ګډو پانګو د تصديو قانون، د بهرنيو پانګو د تصديو قانون او د چين او نورو هېوادونو تر همکارۍ لاندې د تصديو قانون جوړ کړي دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای