CRI Online

د بريټانيا د استازو جرګې غړو د رايې ورکونې له لارې له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو چارې وځنډولې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-15 10:22:27

له د سينهوا اژانس د خبر له مخې د بريټانيا د استازو جرګې غړو د مارچ په څوارلسمه نېټه د رايې ورکونې له لارې له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو چارې وځنډولې .د دغو چارو ځنډول يې د اروپايي ټولنې د نورو غړو هېوادونو له پرېکړې سره تړلي وبلل.

د يادې جرګې د يوه حکومتي وړانديز له مخې که د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه په دغه جرګه کې له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو په هکله يو تړون تصويب شي، بريټانوي حکومت به په دې اړه له اروپايي ټولنې سره سلا مشوره وکړي چې له مخې به له يادې ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو وروستی وخت د مارچ له ۲۹مې نېټې څخه د جون تر ۳۰مې نيټې پورې اوږد شي. که دغه تړون تصويب نه شي، بريټانوي حکومت به له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو وخت د ځنډولو په هکله له دې ټولنې سره مشورو ته ادامه ور کړي،خو وروستی وخت به يې د اروپايي ټولنې له پرېکړې سره تړاو ولري.د بريټانيا صدراعظمې تريسا مې د يادې رايې ورکونې نه مخکې د دې هېواد خلکو ته په جديت ويلي وو چې که دوهم حالت رامنځته شي،له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو کار د ځنډېدو وخت ښايي له درېيو مياشتو څخه زيات شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای