د سينهوا اژانس د خبر له مخې هند او پاکستان د مارچ په څوارلسمه نېټه د هند په خاوره کې دننه په سرحدي ښارګوټي اټاري کې خبرې اترې وکړې او د کارتارپور دهليز او سيکانو د زيارت کولو په اړه يې بحثونه وکړل.دغه خبرې اترې په دې وروستيو ورځو کې د يادو دوو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له ترينګلتيا وروسته تر سره شوې.
د دواړو هېوادونو پلاويو تر يادو خبرو اترو وروسته په يوه ګډه اعلاميه کې وويل چې دغه خبرې اترې په ښه فضا کې تر سره شوې. دواړو خواوو د کارتارپور دهليز د جوړولو په هکله مشخص او ارزښتناک بحثونه وکړل او موافقه يې وکړه چې دغه پروژه به ژر پلې کړي. د دې دهليز د جوړېدو له امله به د پاکستان په کارتارپور علاقه دارۍ کې د سيکانو معبد د هند په پنجاب ايالت کې له ګورداسپور ولسوالۍ سره وتړل شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |