CRI Online

د شلو هېوادونو ډلې د صنعتي او سوداګريزو مشرانو غونډه کې د نړيوال اقتصاد ادارې ته پاملرنه وشوه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-15 11:06:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شلو هېوادونو ډلې د صنعتي او سوداګريزو مشرانو غونډه د مارچ په ۱۴مه نېټه د جاپان په توکيو کې پرانيستل شوه او د روانې مياشتې تر ۱۵مې نېټې پورې به دوام ولري. د دې غونډې برخوال شخصيتونه به د نړيوال اقتصاد د ادارې، نړيوال تجارت، د پانګې مقرراتو او ډيجټالي اقتصاد په باب خبرې اترې وکړي.

د جاپان لومړي وزير مرستيال او د ماليې وزير تارو اسو په دې غوڼده کې وويل چې له نړيوال پولي بحران وروسته د شلو هېوادونو ميکانيزم د نړيوال اقتصاد د ثبات ساتنې په برخه کې مهم رول لوبولی دی. اوس مهال نړيوال اقتصاد د شاتګ له سترو فشارونو سره مخامخ و، د ځانې سوداګرۍ ساتنې غوښتنې ډېرې مروجې شوې دي. په داسې حال کې د نړيوال اقتصاد په همغږۍ کې د شلو هېوادونو ډلې رول لا مهم شوی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای