CRI Online

د چين اقتصاد به د نړيوال اقتصاد يو مهم او ثابت لنګر وي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-15 13:04:36

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځوابونو کې وويل چې چين به د بازاري خوځنده ځواک پر راپارولو ټينګار وکړي او د ابتکاري توان د پياوړتيا له لارې به خپل اقتصادي پرمختګ په معقوله سويه وساتي او او د باکيفيته اقتصادي پرمختګ لپاره به هڅې وکړي. د چين اقتصاد به د نړيوال اقتصاد يو مهم او ثابت لنګر وي.

هغه د رويټرز خبري اژانس د خبريال پوښتنو ته په ځواب کې وويل چې د چين اقتصاد د شاتګ له فشارونو سره مخ دی ، خو اوس د نړيوال اقتصاد زياتوالی هم د وروالي په حال کی دی.له څه باندې يوې مياشتې راهيسې ځينو لويو نړيوالو سازمانونو د نړيوال اقتصادي پرمختګ مطلوبه موخه راټيټه کړې او چين هم په معقوله توګه دغه موخه هم ټيټه کړې. داسې ښکاري چې د چين اقتصاد به په معقوله سويه روان شي او د چين حکومت به د اقتصادي پرمختګ د ثابتېدو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ور کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای