CRI Online

لي که چيانګ: د چين او امريکا تر منځ د اړيکو د پرمختيا تمايل نه دی بدل شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-15 13:27:21

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د چين او امريکا تر منځ د اړيکو د پرمختيا تمايل نه دی بدل شوی. هغه وويل چې د تجارت په اړه د دواړو هېوادونو سلامشورې تل روانې دي. چين هېله لري چې دغه سلامشورې لاسته راوړنې ولري او ګډې ګټې شريکې کړي.

لي که چيانګ وويل، د چين او امريکا تر منځ د سياسي اړيکو د جوړيدو له ۴۰ کالونو راهيسې دوه اړخيزې اړيکې تل پرمخ روانې او زياتې لاسته راوړنې يې تر لاسه کړېدي. په دې بهير کې مسلسل بدلونونه راغلي، خو مخ پر وړاندې د روانېدو تمايل يې نه دی بدل شوی. ځکه چې دواړه هېوادونه پراخې ګډې ګټې لري چې له توپيرو څخه زياې دي. د دواړو هېوادونو تر منځ ثابتې ذات البيني اړيکې نه يوازې د دواړو خواوو بلکې د نړۍ لپاره هم ګټورې دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای