CRI Online

چين تل پر دې ټينګار کړی چې له کوريا ټاپووزمۍ څخه دې ذروي وسلې پاکې شي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-15 15:35:22

چين تل پر دې ټينګار کړی چې له کوريا ټاپووزمۍ څخه دې ذروي وسلې پاکې شي

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين تل پر دې ټينګار کړی چې له کوريا ټاپووزمۍ څخه دې ذروي وسلې پاکې شي او د دې ټاپووزمۍ سوله او ثبات دې وساتل شي. د دې ټاپووزمې مسئله ښه حلول نه يوازې د دې ټاپووزمې د جنوبي او شمالي خواوو لپاره، بلکې د سيمې او نړۍ لپاره هم ګټور دي.

صدراعظم لي که چيانګ په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل د کوريا ټاپووزمې مسئله ډېره پيچلې ده او د دې مسئلې حلول اوږد وخت ته اړتيا لري. د امريکا او ديموکراتيکې کوريا مشرانو د ويتنام په پلازمينه هانوي کې تر کتنې وروسته وويل چې خپلمنځي تماس نيولو ته به دوام ورکړي. لي که چيانګ هيله وښودله چې اړوندې خواوې خپل صبر او حوصله وساتي او د اوسني ګټور فرصت او فعالو عواملو په کارولو سره دې اړوندې خبرې اترې په تېره بيا د امريکا او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ ډيالوګ وهڅوي او هغه برياليتوب دې تر لاسه کړي چې د بېلا بېلو خواوو له هيلو سره سمون خوري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای