د Gallup په نوم د امريکا د ټولپوښتنې ارګان د يو تازه رپوټ له مخې، د نړيوالې رهبرۍ په برخه کې له چين څخه د نړيوالو د ملاتړ انډول ۳۴٪ او له امريکا نه دغه انډول يوازې ۳۱٪ دی. دا په ۲۰۰۸ کال کې د نړيوال پولي بحران له پېښېدو نه راپدېخوا دوهم ځل دی چې د چين نړيوالې رهبرۍ کچه له امريکا نه پياوړې ښکاري.
د چين، امريکا، روسيې او جرمني د نړيوالې رهبرۍ په مقابل کې دغه سروې د نړۍ په ۱۳۴ هېوادونو او سيمو کې تر سره شوې ده. د رپوټ له مخې، په اروپا، اسيا او افريقا کې د امريکا په پرتله لا زياتو خلکو د نړيوال لارښوونکي په توګه د چين ځای منلی دی. په افريقا کې د چين له نړيوالې رهبرۍ څخه د ملاتړ انډول له نورو سيمو نه لوړ دی او اندازه يې ۵۳٪ ته رسېږي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |