CRI Online

په نوي زيلاند کې د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه ۴۹ تنه ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2019-03-15 17:51:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نوي زيلاند د کريستچورچ په ښار کې د مارچ په ۱۵مه نېټه د ډزو يوه سخته پېښه وشوه چې له امله يې تر اوسه پورې۴۹ تنه وژل شوي او ۴۸ تنه نور ټپيان دي.

د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې، څو تنو ټوپکوالو د دغه ښار په څو ځايونو کې د ډزو بريدونه وکړل. په دې جمله کې لږ تر لږه دوو ټوپکوالو د دغه ښار په مرکز کې پر دوو جوماتونو ډزې وکړې چې يو جومات په لينووډ کې پروت دی او بل جومات د هاګلي باغ ته نژدې دی. په دغه پېښه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۴۹ تنه وژل شوي او ۴۸ تنه نور ټپيان دي. عيني شاهدانو ويلي چې لسګونه ډزې يې اوريدلې دي.

د دغه هېواد د پوليسو عمومي ادارې د تازه خبر له مخې، لږ تر لږه څلور تنه مجرمين نيول شوي دي.

د دغې پېښې له رامنځته کېدو نه وروسته په نوي زيلاند کې د حفاظت درجه لوړه شوې او د ويلينګتون او اوکلاند په شمول په عمده لويو ښارونو کې ګزموي قوتونه قوي شوي دي. د دې ترڅنګ، کريستچورچ ته د تګ راتګ په برخه کې د الوتنې زياتې کرښې لغوه شوې او ښوونځي او عمده سړکونه هم بند شوي دي. اوس نور زيات پوليس او امنيت ساتي ځواکونه دغه ښار ته د تللو په حال کې دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای