CRI Online

د چين اقتصادي انجين د لوړېدو په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-15 18:27:01

د چين د ملي ولسي کانګريس کلنۍ غونډه د مارچ په ۱۵مه نېټه پای ته ورسېده. په داسې حال کې چې لويو نړيوالو سازمانونو په دې وروستيو کې د روان کال د اقتصادي پرمختګ اټکل تم ښودلی، نړيوالو عامو افکارو دې ته پاملرنه کړې چې د چين د ۲ ملي جرګو په کلنيو غونډ کې د خوشبين احساسات ډک دی او مثبت وړانديزونه او پلانونه هم پکې وړاندې شوي دي. د چين صدراعظم لي که چيانګ په همدې ورځ له چيني او بهرنيو خبريالانو سره د کتنې په وخت کې وويل، چې د چين اقتصادي چلند به په مناسبت وضعيت کې وساتل شي او د ښه کيفيت په برخه کې به پرمختګ وموندل شي. د نوښت خوځنده ځواک د چين د اقتصادي پرمختګ د لوړېدو انجين ګرځي، دا به نه يوازې په پر له پسې توګه د چين د خلکو ژوند ښه کړي، بلکې نړۍ ته به د ګډو ګټو فرصتونه برابر کړ.

د چين د ملي ولسي کانګريس په کلنۍ غونډه کې د خلکو او تصديو لپاره يو لړ ګټور خبرونه خپاره شوي دي، د چين د پرمختګ لپاره به نورې زمينې برابرې شي. ځيني ښه خبرونه داسې دي: د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون تصويب شوی چې دا قانون د بهرنيو سوداګرو د پانګو د قانوني حقونو او ګټو ساتلو لپاره ګټور دی. د تعرفو او لګښتونو د کموالي اندازه به لوړه شي. د اداري تشريفاتو د اسانه کېدو او د خدمتونو د ښه والي په برخه کې به اصلاحات پياوړی شي. د حکومت په کاري راپور کې استخدام ته د لومړيتوب ورکولو تګلاره په عمومي تګلارو کې شامله ده.

صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۱۵مه نېټه په خبري ناسته کې وويل چې چين د نويو چارو او نويو لارو په اړه د زغم او احتياط پر اصل ټينګار کوي او د همدې اصل له مخې پرمختګ ته اجازه ورکړل شوې او د پرمختګ په بهير کې رامنځته شوې ستونزې حل شوې. د چين حکومت ژمنه کړې چې د چارې جوړوونکو د پرمختګ او د تصديو د نوښت لپاره به ښې زمينې برابرې کړي. ځينې هېوادونه يوازې دې ته پاملرنه کوي چې د چين د توليدي صنعت پياوړتيا او د نويو صنعتي چارو پرمختګ ښايي د صنعتي سيالۍ سبب وګرځي، خو عاقبت اندېش هېوادونه او نړيوالې تصدۍ د چين د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ څخه نوي فرصتونه کتلی شي او دوی به دغه فرصتونه له لاسه ور نه کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای