CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړي وړانديز وکړ چې د جنوبي شينجيانګ لپاره دې د استعداد لرونکو کسانو د راجلبولو اغېزمنې تګلارې جوړې شي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-15 19:49:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړي او د شيجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د قومي چارو په کمېټه کې د چين کمونېست ګوند د فرعي ډلې مسئول هه چنګ کانګ په دې وروستيو کې په بېجينګ کې وړانديز وکړ چې مرکزي حکومت بايد د جنوبي شينجيانګ لپاره د استعداد لرونکو کسانو د راجلبولو اغېزمنې تګلارې جوړې کړي، تر څو د ځايي ملي لږکيو د استعداد لرونکو او د داخلي سيمو د استعداد لرونکو ترمنځ دوه اړخيزې تبادلې پياوړې شي.

هه چنګ کانګ وويل چې مرکزي حکومت په دې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ د ابادۍ او پرمختګ لپاره زياتې امتيازي تګلارې جوړې کړې چې له امله يې ځايي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه والی چټک شوی دی. نوموړي د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې ملي کمېټې په دوهمه کلنۍ غونډه کې وړانديز وکړ چې مرکزي حکومت بايد د تګلارو او مالي چارو په برخو کې د جنوبي شينجيانګ لپاره د استعداد لرونکو له راجلبولو څخه ملاتړ پياوړی کړي او د شينجيانګ او داخلي سيمو د استعداد لرونکو کسانو ترمنځ دوه اړخيزې تبادلې دې وهڅوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای