CRI Online

د شينجيانګ د مسلکي روزنيز مرکز زده کوونکو نوی ژوند پيل کړی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-15 21:29:30


د خوراکونو پلازا مسئول امام حسن له مشترينو سره د خبرو په حال کې

زده کوونکی نورعلی تورګون

د مارچ په پيل کې، د شينجيانګ د کاشغر د لرغوني ښار د خوراکونو په پلازا کې ډېر سيلانيان راغونډ شوي وو. د دغې پلازې مسئول امام حسن پخوا يو کوچنی خوړنځی درلود، خو د تېر کال په نومبر کې يې د دغې پلازا د چلولو قرارداد لاسليک کړ او د پلازې ټيکدار شو. د نوموړي د دندو بدلون د کاشغر ښار په مسلکي روزنيز مرکز کې له خپلو زده کړو سره اړيکه لري. نوموړی وايي:

(( کله چې زه له روزنيز مرکز څخه فارغ شوم، نو حکومت او روزنيز مرکز زما ژوند ته ډېره پاملرنه وکړه او ما ته يې دغه پلازا په ټيکه راکړه، دا د کار لپاره يو ډېر ښه ځای دی. د خوراکونو پدې نوې پلازا کې مې سوداګريزې چارې ډېرې ښې روانې دي، ډېر مشتريان لرم.))

امام حسن وايي، که څه هم څلور مياشتې کيږي چې د خوراکونو پلازا يې پرانيستې، خو خپل نيمايي لګښت يې پوره کړی دی.

د امام حسن په خبرو کې ياد شوی روزنيز مرکز ځايي حکومت په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره جوړ کړی چې ذهنيت يې د افراطيت تر اغېزې لاندې راغلی وي او سپک جنايتونه يې کړي وي. د دغه روزنيز مرکز هدف د دغو کسانو د ذهنيت بدلول، دوی ته د مهارتونو ورزده کول او له بېخه د ترهګرۍ مخنيوی دی. د دې ښوونيز مرکز زده کوونکي نه يوازې د استوګنې او خواړو له لګښت څخه معاف دي، بلکې دوی ته د چين ملي ژبه،قوانين او يو دوه ډوله مهارتونه هم ورزده کيږي.

زده کوونکی يوسف ماموت وويل:

(( پخوا د افراطيت تر اغېزې لاندې راغلی وم او کړنې مې هم سمې نه وې، خصوصأ له سيګريټ څکوونکو او شراب څښونکو سره مې بيخي نه لګېده او کله کله به مې نشايي کسان وهل.))

يوسف ماموت وروسته پوی شو، چې له قوانينو څخه يې سرغړونه کړې، کله چې ورته معلومه شوه چې حکومت يو داسې ښوونځی پرانيستی چې زده کوونکو ته ملي ژبه، قانوني زده کړې او فني مهارتونه ورزده کوي، نوموړي سمدستي په دغه ښوونځي کې نوملېکنه وکړه.

يوسف ماموت پخوا د موټر ترمېمولو ورکشاپ يا مستري خونه درلوده، نو هغه په ياد روزنيز مرکز کې د اليکترونيکي توليداتو د بشپړولو کورس انتخاب کړ. نوموړي له خپل ټولګيوال محمد ماميت سره موافقه وکړه چې له روزنيز مرکز څخه تر فراغت وروسته به په ګډې همکارۍ د اليکترونيکي توليداتو يو شرکت پرانيزي.

په ښوونيز مرکز کې د اليکترونيکي توليداتو د تکميل، د لباسونو ډيزاين، ايلکترونيکي تجارت،د وچې ډوډۍ او آش جوړول او پخول او داسې نور مهارتونه ورزده کيږي. په ښوونيزه ودانۍ او ليليه کې ډول ډول عصري سامان الات لري، په کنټين کې بېلابېل خواړه پخيږي، دغه راز په سټوډيوم کې فوټبال ميدان، د پينګ پانګ لوبو مېزونه او داسې نور سپورټي تاسيسات شته.

نور علي تورګون پخوا په يوبل پوهنتون کې د ليسانس دوره بشپړه کړې وه، نوموړي ياد ښوونيز مرکز خپل دوهم پوهنتون وباله او ويې ويل:

((دا زما دوهم پوهنتون دی او زه پکې ملي ژبه، قوانين او مهارتونه زده کوم. ما د ليکوالۍ او ادب کورسونه انتخاب کړي، زما په اند دلته هغه څه چې رازده شوي، زما د پخواني پوهنتون په پرتله ډېر ښه دي.))

ښوونيز مرکز هره شنبه او يکشنبه رخصت وي. زده کوونکی عبدالقدير داود په هرې اوونيزې رخصتۍ کې د خپلې مور د ليدو لپاره کور ته ځي. مور يې د خپل زوی د بدلون په اړه داسې وويل:

((وروسته تر دې چې هغه په ښوونيز مرکز کې شامل شوی، زه پر هغه ‌ډېره ګرانه شوې يم او اوس ښه رويه راسره کوي. زه له کمونيست ګوند او حکومت څخه مننه کوم، چې زوی يې راته ښه روزلی دی.))

تندلاري او تروريزم سختې نړيوالې ستونزې دي، ډېر هېوادونه له خپل ملي وضعيت سره سم د دغو ستونزو د حللارې د لټولو په هڅه کې دي. د کاشغر په ګډون د شينجيانګ په جنوبي سيمه کې د ډېرو اوسيدونکو زړونه د شويو ترهګريزو پېښو له امله داغ شوي او اوس يې هم هغه پېښې په ياد دي.

تندلارۍ د دغې سيمې د خلکو پر ذهنيت ډېر بد اغېز کړی. ښوونيز مرکز نه يوازې خلکو ته مهارتونه ورزده کړي او د دندو د پيدا کولو په برخه کې يې ورسره مرسته کړې،بلکې زيات هغه کسان چې سپک جنايتونه يې کړي، ژغورلي او دوی يې له تروريزم او تندلارۍ ساتلي دي.


 د جامو ډيزاينولو کورس


ښوونکی زده کوونکو ته د لباسونو ډيزاينولو زده کړې ورکوي

 


زده کوونکی یوسف ماموت 


زده کوونکي د فوټال لوبې کوي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای