د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د هيئت مشر او د بهرنيو چارو مرستيال وزير له يو چنګ د مارچ په ۱۵مه نېټه په ژنيو کې وويل، د چين هدف دا دی چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د بېوزلۍ د پوره له منځه وړنې موخه تر سره شي. له يو ميليارډ ۴۰۰ ميليونو چينايانو څخه د بېوزلۍ پوره له منځه وړنه د نړۍ د پرمختګ او د بېوزلۍ له منځه وړلو په تاريخ کې لويه حيرانتيا او د بشري حقونو لويه پروژه به وي. دا د چين او د نړۍ د بشري حقونو د چارو لپاره به تر ټولو مهم خدمت وي او د بشري حقونو په اړه به په زړه پورې کيسه وي.
نوموړي، چې په همدې ورځ د يو هيئت په مشرۍ د چين د بشري حق د ارزونې په اړه د م م په غونډه کې ګډون کړی و، له دې غونډې وروسته په مطبوعاتي ناسته کې وويل، يوازې په تېرو ۴۰ کلونو کې ۷۴۰ ميليونه چينايان له بېوزلۍ څخه وتلي دي، په ۲۰۱۸ کال کې ۱۳۸ لکه ۶۰ زره چينايان له بېوزلۍ څخه وتلي دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |