CRI Online

د م م د بشري حقوقو شورا د چین راپور تائید کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-03-16 16:21:32

د م م د بشري حقوقو شورا د چین راپور تائید کړ

د م م د بشري حقوقو شورا د مارچ په ۱۵ نیټه په ژنیو کې د بشري حقوقو د ارزونې په درېیم پړاو کې د چین راپور تائید کړ. په همدې ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له یو چنګ د چین پلاوی په مشرۍ په یاده غونډه کې ګډون وکړ. له یو چنګ په خپله وینا کې وویل چې د چین د ولسي جمهوریت د جوړیدو له ۷۰ کلونو راهیسې په چین کې ستر بدلونونه او د بشري حقوقو په برخه کې لوی پرمختګونه موندل شوي دي. له یو چنګ هم وویل چې چین به د یادې ارزونې په ترڅ کې د اړوندو خواوو اکثر وړاندیزونه ومني. هغه زیاته کړه چې د مختلفو خواوو په ۳۴۶ وړاندیزونو کې به چین ۲۸۴ یعنی ۸۲ سلنه ومني. دغه شمیر د عمده لویو هیوادونو په لومړۍ لیکه کې دی چې د بشری حقوقو د ساتلو په برخه کې د چین ټینګ باور څرګند شوی دی. په نورو ۶۲ وړاندیزونو کې ځینی د چین له حالاتو سره سمون نه خوري، ځینی یی شرایط نه لري او ځینی یی سخت سیاسي رنګ لري نو چین به یې ونه مني.

ځینو لویدیځو هیوادونو او مدني سازمانونو د چین په شینجیانګ کې پر مسلکي ښوونیز مرکز بی دلیله نیوکه کړې او له یو چنګ په دې اړه جدی ځواب ورکړ او ویی ویل چین له دې سره سخت مخالفت کوي چې کومه خوا دې د بشري حقوقو په پلمه د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي یا دې د چین حاکمیت او د خاورو بشپړتیا ته زیان ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای