CRI Online

شي جین پینګ د نوی زیلاند ګونر ته د خواخوږۍ پیغام واستاوه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-16 16:24:41
شي جین پینګ د نوی زیلاند ګونر ته د خواخوږۍ پیغام واستاوه

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د مارچ په ۱۵ نیټه د نوی زیلاند په کریستچارچ ښار کې د برید پیښې له امله د دغه هیواد ګونر پاتسی ریدي ته د خواخوږۍ پیغام واستاوه.

شي جین پینګ په یاد پیغام کې وویل په کریستچارچ ښار کې د برید په پیښه باندې ډیر زیات خپه شوم او د سرومال سختو زیانونو سبب شوې ده. زه د چین حکومت او خلکو په استازیتوب او پخپله ستاسو حکومت او خلکو ته د همدردۍ مراتب وړاندې کوم او وژل شويو کسانو پر وژنې ویرجن یم. هیله من یم چې ټپیان شوي کسان ژرترژره روغ جوړ شي.

په همدې ورځ د دولتي شورا صدراعظم لي که چیانګ د نوی زیلاند صدراعظمې جاسینا اردیرن ته هم د خواخوږۍ پیغام واستاوه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای