CRI Online

د تندلارۍ له منځه وړل له زورزیاتۍ او ترهګرۍ سره د مبارزې مهم وسایل دی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-16 16:37:08

د تندلارۍ له منځه وړل له زورزیاتۍ او ترهګرۍ سره د مبارزې مهم وسایل دی

د چین پلاوی استازی او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له یو چنګ د روانې میاشتې په ۱۵ نیټه په ژنیو کې وویل چې د تندلارۍ له منځه وړل له زورزیاتۍ او ترهګرۍ سره د مبارزې مهم او اړین وسایل دی. له تجربو څخه څرګند شوې ده چې په شینجیانګ کې د تندلارۍ له منځه وړلو تدبیرونه اغیزمن دي، د ترهګرۍ د مخنیوی ګټور کار دی او له ترهګرۍ سره د نړیوالې مبارزې لپاره د چین مهم خدمت هم دی.

هغه په همدې ورځ په یوه خبری ناسته کې وویل چې د تیرې پیړۍ له ۹ لسیزې راهیسې په بهر کې «دری قوتونو» په شینجیانګ کې زرګونه ترهګریزې پیښې ترسره کړې دي چې ګڼ شمیر بی ګناه کسان یې وژلي، د شینجیانګ ثبات یې خراب کړی او بشري حقوق یې تر پښو لاندی کړی دی.

له یو چنګ وویل چې شینجیانګ یو لړ قانوني تدبیرونه نیولي دي چې یوې خوا یې ترهګران مجرمین او قانون سرغړوونکي په نښه کړي او له بلې خوا یې مقدماتي تدبیرونه نیولی دي چې مثلاً په مسلکي ښوونیزو مرکزونو کې تر وسې پورې هغه کسانو ته مرستې برابریږي چې د تندلارۍ تر افکارو اغیزمن شوي یا سپک جرمونه یې کړي دي. له ترهګرۍ او تندلارۍ څخه د دوی ساتنه کړې ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې غوره پیشګیرانه تدبیر بلل کیږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای