CRI Online

د تاجکستان ولسمشر: له چين سره اړيکې د دې هېواد په ډيپلوماتيکو چارو کې لومړيتوب نيولی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-16 20:31:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمانوف د مارچ په ۱۵مه نېټه د دې هېواد په پلازمېنه دوشنبه کې وويل، چين د تاجکستان هراړخيز ستراتيژيک همکار او نژدې ګاونډی هېواد دی، له چين سره اړيکې د دې هېواد په ډيپلوماتيکو چارو کې لومړيتوب نيولی دی.

په تاجکستان کې د چين سفير ليو بين په همدې ورځ د تاجکستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې رحمانوف ته اعتمادليک وړاندې کړ. رحمانوف وويل، اوس د دواړوهېوادونو ترمنځ اړيکې د تاريخ په لوړه سويه کې دي، په دې اړه تاجکستان ډېر خوښ او هرکلی يې کوي. چين د دې هېواد لپاره تر ټولو لوی پانګه اچوونکی هېواد او عمده تجارتي همکار دی. په سياسي، تجارتي او کلتوري برخو کې د دواړو هېوادونو همکاريو لوی پرمختګ موندلی دی. دواړو هېوادونو د سيمه ييز امنيت او ثبات لپاره خدمتونه کړي دي. هيله ده چې دواړه خواوې ګډې هڅې وکړي څو په هراړخيز ډول دا همکارۍ نورې هم زياتې شي او متقابلو اړيکو ته لا وده ورکړي.

ليو بين وويل، چين غواړي له تاجکستان سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو د نظريو مهمې موافقې او بېلابېل لاسليک شوي تړونليکونه پلي کړي، څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو نوې پاڼه پرانيستل شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای