د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍد مارچ په ۱۷مه نېټه وويل، چې د دغه هېواد ولسمشر محمد اشرف غني په همدې ورځ عربي متحده امارات ته لاړ.
د مالوماتو له مخې، غني به د خپل سفر په ترڅ کې د عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ له وليعهد او د وسله وال پوځ د مرستيال له عمومي قوماندان شيخ محمد بن زايد ال نهيان سره کتنه وکړي.
دواړه مشران به د دوه اړخېزو مسئلو په اړه خبرې اترې وکړي او ګډه اعلاميه به خپره کړي.
دواړه مشران به د افغانستان او عربي متحده امارات حکومت لخوا د کلتور، تعليم، سپورټ، کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې د تفاهم يادښتونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون او مشري وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |