CRI Online

افغان پوځ ۵۱ وسله والو د وژلو خبر ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-03-17 15:51:35
افغان پوځ ۵۱ وسله والو د وژلو خبر ورکړ

د سین هوا اژانس د خبر له مخې افغان پوځ د روانې میاشتې په ۱۶ نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتو کې یی د بادغیس ولایت د بالامرغاب په ولسوالۍ کې ۵۱ وسله وال وژلي دي. په دغه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې له ۱۵ نیټې څخه حکومتي پوځ پر وسله والو هوایي بمباري او توپونه ویشتلي دي. پژواک خبري اژانس خبر ورکړ چې وسله والو طالبانو د بالامرغاب ولسوالي مقر کلابند کړی او کابو ۲۰ امنیتي پوستې یې نیولې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای