په دې وروستیو کې د شینجیانګ مالي ارګانونو د پسرلني کرنې په برخه کې د پورونو مرسته پیاوړې کړې ده. تر اوسه پورې د چین ولسي بانک د ارومچي فرعي څانګې ۳۷ محلي بانکونو ته ۴ ملیارډه ۶۸۰ ملیونه یوانه پورونه برابر کړی چې د پسرلني کرنې لپاره ځانګړی شوي دي.
د روان کال د فبرورۍ میاشتې تر پایه پورې په شینجیانګ کې د کرنیزو پورونو عمومي اندازه ۷۲۱ ملیارډه ۴۰ ملیونه یوانو ته رسیدلی چې د کال د پیل په پرتله ۵ ملیارډه ۶۰ ملیونه یوانه زیاته شوې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |