د سين هوا اژانس د سوريې د رسمي خبري اژانس په قول خبر ورکړ:د امريکا په مشرۍ د داعش پر ضد نړيوال ائتلاف د مارچ په ۱۷مه نېټه د سوريې په ختيځ تير زور ولايت کې هوايي بمبارۍ وکړې چې۱۰ تنه ولسي وګړي له دې امله وژل شوي دي.
د خبر له مخې، د نړيوال ائتلاف جنګي الوتکو په همدې ورځ د يوفرېتس سيند د ختيځې غاړې بغوز علاقه دارۍ پر يو کمپ هوايي بمبارۍ وکړې چې له امله يې د څو تنو ماشومانو په شمول ځينې ولسي وګړي وژل شوي دي.
په دې وروستيو کې نړيوال ائتلاف په بغوز علاقه دارۍ او شاوخوا سيمه کې لس ګونه ځله هوايي بمبارۍ کړې چې د ښځو او ماشومانو په شمول زياتو ولسي وګړيو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |