CRI Online

د م م ځانګړي استازي او د سوريې د بهرنيو چارو وزير د سوريې د سياسي بهير په باب خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-18 09:44:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې په چارو کې د م م د سرمنشي ځانګړي استازي ګير پيديرسن د مارچ په ۱۷مه نېټه له سوريې څخه ليدنه وکړه او د سوريې د بهرنيو چارو له وزير وليد المعلم سره يې د سوريې د مسئلې د حل و فصل د سياسي بهير په باب خبرې اترې وکړې.

پيديرسن دمشق ته له رسېدو وروسته خبريالانو ته وويل، هغه به د سوريې له حکومت سره د امنيت شورا د ۲۲۵۴م پرېکړه ليک د پلي کېدو چارو په اړه بحث وکړي او هيله لري چې د م م په هڅونې او د سوريانو په لارښوونې سياسي بهير پرمخ يووړل شي.

د سوريې خبری اژانس د خبر له مخې، پيديرسن په همدې ورځ له المعلم سره د سوريې د اساسي قانون د کمېسيون په هکله هم خبرې اترې کړې دي. المعلم په دې ترڅ کې وويل، يوازې سوريان د سوريې اينده ټاکلی شي. د سوريې اساسي قانون او په دې اړه اړوندې چارې دې له بهرنيو لاسوهنو پرته د سوريانو لخوا وټاکل شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای