CRI Online

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او افراطيت ضد مبارزو او د بشري حقوقو د ضمانت په هکله سپين کتاب خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-03-18 11:36:24

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مارچ په ۱۸مه نېټه په شيجيانګ کې د ترهګرۍ ضد مبارزو، د تندلارۍ د له منځه وړلو او د بشري حقوقو د ضمانت په هکله سپين کتاب خپور کړ.

په سپين کتاب کې ليکل شوي چې ترهګر د انسانو او ټولنې ګډ دښمنان دي او د نړيوالې ټولنې ګډ زيان رسوونکي دی. ترهګريزې قواوې د زورزياتي، وجاړونکو کړنو او ګواښونو په وسيله بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، بی ګنا اوسيدونکو ته مرګژوبلې اړوي، عام امنيت ته زيانونه رسوي، ټولنيزې ترينګلتياوې رامنځته کوي او د نړۍ سولې او ارامتيا ته سخت ګواښونه پېښوي. د تندلارۍ نظريو خپرول او دودول په اسانه توګه د ترهګريزو کړنو ته سب ګرځي چې د عادي خلکو بشري حقوقو ته مستقيم ګواښونه پېښوي. د چين حکومت له هر ډول ترهګرۍ او افراطيت سره مخالفت کوي او د ترهګرۍ، افراطيت د خپرولو او د ترهګريزو فعاليتونو پلانولو او تطبيق او د خلکو پر بشري حقوقو د تيرې کولو ټولو کړنو ته د قانون له مخې سخته سزا ورکوي.

په سپين کتاب کې ليکل شوي چې د يوې مودې راهيسې په شينجيانګ کې تل د قومونو د جلا کيدو لمسوونکو، د مذهبي تندلار او ترهګريزو ډلو تر اغيزو لاندې ترهګريز بريدونه پيښ شوي چې د بېلا بېلو قومونو د اوسيدونکو د سر او مال امنيت او انساني کرامت ته يې سخت تاوانونه رسولي او رسوي يې. د ترهګرۍ او تندلارۍ د واقعي ګواښونو په وړاندې په شينجيانګ کې د قوانينو له مخې د ترهګرۍ او افراطيت سره د مقابلې لپاره تدبيرونه غوره شوي چې په اغيزمنه توګه د ترهګريزو فعاليتونو مخنيوی شوی او تر زياتې اندازې پورې د بېلا بېلو قومونو د اوسيدونکو د ژوند او پرمختيا حقونو په شمول بنسټيز حقونه تامين شوي دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای