د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۱۵مه نېټه، د نوي زيلاند د کريستچورچ ښار په دوو جوماتونو کې سخت ترهګريز بريد تر سره شول چې له امله يې تر ۱۷مې نېټې پورې د وژل شويو او ټپيان شمېر سل تنو ته رسېدلی دی. نوي زيلاند په ټول هېواد کې د پوليسو قوتونه پياوړي کړي دي، د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې د ماتم مراسم روان دي.
د نوي زيلاند صدراعظم جاسينډا ارديرن په ۱۷مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، حکومت به په ۱۸مه نېټه په بېلا بېلو ځايونو کې، په تيره بيا د جوماتونو، ښوونځيو او وړوکتونونو په شاوخوا سيمو کې د پوليسو قوتونه پياوړي کړي. برسيره پر دې، هر څوک که مرستې ته اړتيا لري، رواني مرستندويه ټېليفون کولای شي.
نوموړي وويل، د وژل شويو جسدونه به له ۱۷مې نېټې څخه د دوی خپلوانو ته وسپارل شي. هغې پر دې ټينګار وکړ چې پر شکمنو کسانو دعوا او قضيه به په نوي زيلاند کې تر سره شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |