CRI Online

په ايران کې د نوروز اختر نمانځل کېږي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-18 14:28:21

په ايران کې د نوروز اختر نمانځل کېږي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نوروز اختر د ايرانيانو تر ټولو لوی اختر دی، لکه د چينايانو لپاره چې پسرنی اختر دی . دوه زره پنځه سوه کاله کېږي چې ايرانيان هر کال دغه اختر نمانځي. د نوروز سږنی اختر به د مارچ په ۲۱مه نېټه پيل شي او د دې اختر په درشل کې خلکو د ايران په ګوټ ګوټ کې د نوي کال د هر کلي لپاره د توکو په اخيستلو او د خپلو کورونو په پاکولو پيل وکړ. په عين وخت کې په بېلا بېلو کورونو کې پر مېز باندې هفت سين خواړه هم برابر شوي. نو اوس د نوروز اختر فضا د ايران په پلازمېنه تهران کې ډېره احساسېږي، په تېره بيا د تهران په شمال د تجريش ميدان ته نږدې په بازار کې د دې اختر د لمانځنې ډېرې تياريانې شوې او دغه بازار له خوشحالۍ ډکه فضا لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای