CRI Online

د چين او روسيې د ۷مې دورې سيلانيز فورم په مسکو کې تر سره شو.

cri     (GMT+08:00) 2019-03-18 14:41:12

د چين او روسيې د ۷مې دورې سيلانيز فورم د مارچ په ۱۱مه نېټه په مسکو کې تر سره شو. د دواړو هېوادونو د حکومتي ادارو د استازيو، اړوندو شخصيتونو، د ترانسپورټي يا خدمتي تصديو، د انترنيټي شرکتونو د نماينده ګانو، نامتو کارپوهانو او خبريالانو په شمول نژدې زرو تنو پکې ګډون کړی و.

دغه فورم په روسيه کې بې پولې د سيلانيزې ټولنې لخوا ترتيب شوی و. د دواړو هېوادونو د حکومتي څانګو مسؤلينو او کارپوهانو له ۲۰۱۹ نه تر ۲۰۲۰ کال پورې د سيلانيزو چارو پر پرمختيايي تمايل او ستراتيژۍ ژور بحثونه وکړل.

په ۲۰۱۸ کال کې ۲ مليونه او ۳۷ زره تنه چيني سيلانيان روسيې ته تللي چې له دې جملې څخه څه باندې ۱ مليون تنو بې له ويزې روسيې ته د سفر لپاره په سيلانيزو پلاويو کې ګډون کړی و. په همدې مهال کې کابو ۲ مليونه او ۴۱۴ زره روسان د سفر لپاره چين ته هم راغلي دي. د روسيې فدراسيون د سيلانيز معينيت د نړيوالې همکارۍ ادارې مرستيال ولاديمير فومين څرګنده کړه چې روسيه او چين به په حکومتي او سوداګريزه کچه کې يو لړ همکارۍ وکړي، واقعي ستونزې به ليرې کړي او د دوو هېوادونو د سيلانيزو بازارونو پټ توان به پر له پسې ډول را څرګند کړي.

موږ به په ۲۰۱۹ کال کې د چين د کلتور او سيلانۍ له وزارت او بېلا بېلو سيلانيزو ټولنو سره په لاندينيو څو برخو کې ګډ کارونه وکړو. لومړی، موږ به د حکومتونو ترمنځ د تړونونو په وسيله په دولتي کچه د سيلانيزو چارو واقعي ستونزې او مسئلې ليرې او حل کړو. دوهم، په چين کې د بې پولې سيلانيزې ټولنې له تبليغاتي فعاليتونو څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړو او د چين په سيلانيز بازار کې به د روسيې ونډه پراخه کړو.

د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت د نړيوال تګ راتګ او همکارۍ ادارې مرستيال ښاغلي لي جيان ګانګ څرګنده کړه چې دغه فورم د چين او روسيې د سيلانيزو شخصيتونو لپاره د تبادلې يو مسلکي ډګر جوړوي. ۲۰۱۹ کال د چين او روسيې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګښت له ۷۰مې کليزې سره برابر دی. د دواړو خواوو سيلانيز ارګانونه به د خپلو دولتي مشرانو په لارښوونې سره د بېلا بېلو حکومتي څانګو ترمنځ خپلمنځي همکارۍ نژدې کړي، اړوندې واقعي تبادلې به پراخې کړي او د چين او روسيې ترمنځ د نسل په نسل دوستۍ لپاره به ملکي بنسټ لا ټينګ کړي.

موږ به د لا هوسا سيلانيز چاپېريال د برابرولو لپاره پر له پسې کوښښونه وکړو، د متقابل پيوستون او د يو بل خلکو ته د ويزې ورکولو په اړه به لا زياتې اسانتياوې برابرې کړو، د سيلانۍ په اړه لا زيات بنسټيز تاسيسات به جوړ کړو، خدمتي سويه به لوړه کړو او يو له بل سره به د تګلارو په اړه خپلمنځي تبادلې پياوړې کړو. بېلا بېلې مسلکي ټولنې دې خپل وړ رول ولوبوي چې په بازار کې ونډه لرونکي او سوداګريز ارګانونه د چين او روسيې ترمنځ په سيلانيز تګ راتګ او همکارۍ کې برخمن شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای