CRI Online

شينجيانګ له قانون سره سم له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشري حقونو د تضمين پر پيوستون ټينګار کړی او کوی يې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-18 15:33:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا مطبوعاتی دفتر د مارچ په اتلسمه نېټه د شينجيانګ د اويغور په کورواکه سيمه کې له ترهګرۍ او تندلارۍ سره د مبارزې او د بشري حقونو د تضمين او خونديتوب په هکله سپين کتاب خپور کړ. په دې راپور کې راغلی چې شينجيانګ له قانون سره سم له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشري حقونو د تضمين پر پيوستون ټينګار کړی او کوي يې.

د دې راپور له مخې که يوازې امنيت وساتل شي، بشري حقونه به تضمين شي. که له ترهګرۍ سره مبارزه ونه شي،بشري حقونه نه شي تضمين او خوندي کيدای.له قانون سره سم د ترهګرۍ ځپل او د بېلا بېلو قومي خلکو د سرو مال خونديتوب تضمينول د بشري حقونو بنسټيزه ساتنه ده. د ترهګريزو کړو وړو پر وړاندې شينجيانګ په جدي توګه له قانون سره سم د دغو کړو وړو پرضد د مبارزې او مخنيوي لپاره تدبيرونه نيولي او تل يې ترهګريز ځواکونه تر فشار لاندې نيولي دي او تر خپلې وسې پورې يې د خلکو بنسټيزو بشري حقونو ته د ترهګرۍ او تندلارۍ د زيانونو د رسېدو مخنيوی کړی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای