د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مارچ په ۱۸مه نېټه په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او افراطيت ضد مبارزو او د بشري حقوقو د ساتنې په هکله سپين کتاب خپور کړ. په دغه سپين کتاب کې ليکل شوي چې چين د هر ډول د ترهګرۍ او افراطيت، د ترهګرۍ او افراطيت او د ځانګړو هېوادونو، قومونو او مذهبونو سره د اړيکو جوړولو او د ترهګرۍ ضد په مسئلو کې د دوو معيارونو غوره کولو له چارو سره مخالفت کوي، په دې نظر دی چې په هراړخيزه توګه تګلارې غوره کوي، په اصلي او څرګند ډول يې اداره کوي، نه يوازې ترهګريزو فعاليتونو ته ګوزار ورکوي، بلکې بې وزلي ليرې کوي چې د ترهګرۍ د رامنځته کېدلو رېښې له منځه وړي، يو د بل د درناوي کولو او مساوي سلامشورو پر بنسټ د ترهګرۍ ضد مبارزه کې يې نړيواله همکاري پياوړې کړې ده.
په سپين کتاب کې ليکل شوي چې د نړيوالې ټولنې د يو مسئولانه غړي په توګه د چين حکومت د ترهګرۍ ضد نړيوالو همکاريو کې د م م له لارښوونکي او همغږي کوونکی رول څخه ملاتړ کوي، د م م پر منشور او نورو نړيوالو قوانينو او اصولو ټينګار کوي، د م م په امنيت شورا کې د ترهګرۍ ضد د يو لړ پريکړه ليکونو د تصويبولو ملاتړ کوي او د م م په اړه د ترهګرۍ ضد د نړيوالې ستراتيژې د عملي کولو هڅونه کوي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |