د سينهوا اژانس د خبر له مخې له ايټاليا څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنې د پيل پر مهال د ايټاليا د کونويتو نازيونالي ويټوريو امانويلي دي روما په نوم د ښوونځي مشر پالو ماريا ريالي او د دې ښوونځي د لوړې کچې ټولګيو اتو زده کوونکو د رئيس شي جين پينګ په عنوان يو پيغام کې د ده د راتلونکي سفر او له چين سره د دوستانه چارو لپاره د خپلو رولونو د لوبولو په هکله نيکې هيلې وړاندې کړې. رئيس شي جين پينګ د دوی په عنوان ځوابي پيغام کې هغه هيله هم وښودله چې دوی په نوې زمانه کې د چين او ايټاليا ترمنځ د کلتوري تبادلې د سفيرانو د ګرځېدو لپاره هڅې وکړي.
رئيس شي په خپل پيغام کې وويل چې ستاسو ښوونځي په برياليتوب سره د لوړې کچې هغه ټولګي جوړ کړي چې په چيني ژبه درسونه ور کوي،او تر هغه وروسته يې يوه ډله هغه ځوانان روزلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه چارو د تر سره کولو لپاره ټينګه اراده لري.
ځواني تل له خوب سره يو ځای کيږي.تاسې ټول به ژر له دې ښوونځي څخه فارغ شئ او تر هغه وروسته به د بېلا بېلو پوهنتونونو له خوا ومنل شئ، نو غواړم چې تاسو د ځوانۍ په موده کې خپل خوبونه رښتيا کړئ.د دې ترڅنګ د زده کړې او کار کولو لپاره چين ته ستا د راتګ هر کلی کوم او هيله لرم چې تاسو ټول په چين کې خپل خوبونه رښتيا کړئ.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |