CRI Online

چين به د درېيمې خوا په بازار کې د نړيوالې همکارۍ په پياوړتيا سره د يو کمربند او يوې لارې لويې پروژې ترسره کړي.

cri     (GMT+08:00) 2019-03-18 16:34:49

د يوکمربند او يوې لارې وړانديز د مطرح کېدو له شپږو کلونو راهيسې په يو شمېر هېوادونو کې ددغه وړانديز اړوندې پروژې پلې شوې او د يادو هېوادونو اقصادي وده پياوړې شوې ده. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کمېټې مسئول وايي چې چين به د درېيمې خوا په بازار کې د نړيوالې همکارۍ په پياوړتيا سره د يو کمربند او يوې لارې لويې پروژې ترسره کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د نړيوال اقتصاد رياست مشر وانګ شياو لونګ وايي،د چين له لوري د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز د مطرح کېدوله شپږو کلونو راهيسې د دغه وړانديز پلي کېدل ډېرې لاسته راوړنې لري..

((تراوسه پورې له چين سره ۱۲۳ هېوادونو او ۲۹ نړيوالو سازمانونو د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د همکارۍ سندونه لاسليک کړي دي. له شپږو کلونو راهيسې د بنسټيزو تاسيساتو يولړ پروژې پلې شوې چې اقتصادي ودې ته يې قوي خوځنده ځواک وربښلی دی. دغه راز يو شمېر صنعتي همکاريزې پروژې هم پلې شوې او د صنايعو او عرضې په نړيوال ځنځير کې د اړوندو هېوادونو مقام لوړ شوی دی.))

زموږ خبريال د چين د هه نان ولايت په جنګ جو ښار کې د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د نمنوي پروژو په سمينار کې معلومات ترلاسه کړي چې د يو کمربند او يوې لارې اړوندې پروژې څو ګډې ځانګړنې لري، مثلا دغه پروژې ټولې د ګډې سلامشورې، ګډې جوړونې او ګډو ګټو پربنسټ ترسره کېږي، د بازار د اصولو درناوی کوي، د څو خواوو په ګډې همکارۍ سره ترسره کيږي او د خلکو د ژوند ښه والي ته ډېره پاملرنه کوي .

د چين د شان دونګ ولايت د ديان جيان شرکت د بهرني بازار څانګي منيجر جو لين تاو وايي، د ده شرکت په سعودي کې د برېښنا کوټ او د سمندري اوبو د خوږو کولو پروژه په ټيکه اخيستې او هر کال شپاړس مليارډه او اته سوه مليونه کيلواټه برېښنا توليدوي چې د څښاک اوبو په برخه کې د څلور لکو کسانو کلنۍ اړتيا پوره کولی شي. د ده شرکت د دغې پروژې د پلي کولو په بهير کې د نړيوال ميعار له مخې بهرني همکاران انتخاب کړل.

((په دغه پروژه کې د سلامشورې خدمت يوه جرمني شرکت برابر کړی، د دغه برېښناکوټ د ځينو برخو ډيزان يوه هاسپانوي شرکت ترسره کړی. د برېښنا زياتره توليدونکي تجهيزات د امريکا جنرال ايلکتريک شرکت (GE) برابر کړي او ځيني نور وسايل يو بل جرمني شرکت برابر کړي او د سمندري اوبو د خوږو کولو زياتره وسايل د کوريا جمهوريت يوه شرکت برابر کړي دي. د پروژې ټول اجرائيوي کارونه چيني شرکت ترسره کړي دي. اوس د ماشينونو لومړۍ برخې له ټاکلي وخت وړاندې په کار پيل کړی دی.))

۶۶۰ ورځې کيږي چې د چيني شرکت له لوري جوړه شوې د کينيا د ممباسا او نايروبي ترمنځ رېل پټلۍ ګټې اخيستلو ته سپارل شوې ده. د کينيا د رېل پټلۍ مسئول جامس کيموتی سيلي وايي،دې پروژې ډېره ښه ټولنيزه او اقتصادي ګټه رامنځته کړې دي.

((له ممباسا څخه تر نايروبي پورې۴۸۰ کيلومتره واټن دی چې پخوا دغه لار د موټر په وسيله ۱۲ ساعتو ته اړتيا درلوده، خو اوس يوازې ۴ ساعتو ته اړتيا لري. څه باندې دوه مليونه او ۶۰۰ زره مسافرو د دغې رېلپټلۍ له لارې تګ راتګ کړی، دغه رېلپټلۍ د ډېرو مسافرينو لومړنی انتخاب دی.))

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کمېټې مرستيال سرمنشي جو شياو فې وايي، چين به په راتلونکې کې د نړيوالې همکارۍ په پياوړتيا سره د يوه کمربند او يوې لارې لويې پروژې ترسره کړي څو درېيو خواوو ته ګټې ورسوي.

((موږ د دې هرکلی کوو چې د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو تصدۍ، د پرمختللو هېوادونو تصدۍ، لويې نړيوالې تصدۍ ، نړيوال پولي ارګانونه او مسلکي خدمتي ارګانونه د يو کمربند او يوې لارې په جوړولو کې ګډون وکړي. چين قوي صنعتي توليدي توان او د پروژو د جوړولو وړتيا لري ، پرمختللي هېوادونه پرمختللي تخنيکونه ، مسلکي خدمتونه، پخې اداري تجربې او زياتې پيسې لري،موږ کولای شوو چې په ګډې همکارۍ سره د پرمختيايي هېوادونو په بازارونو کې همکاريز فرصتونه ولټوو او درېيو خواوو ته ګټې ورسوو.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای