CRI Online

پر قانوني نظريې ټينګار کول او د قانوني لارو چارو کارول په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارې د ځپلو مهم اصول ګڼل کيږي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-18 16:38:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مارچ په اتلسمه نېټه په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ پرضد د مبارزې او د بشري حقونو د تضمين او ساتنې په هکله سپين کتاب خپور کړ. د دې راپور له مخې پر قانوني نظريې ټينګار کول او د قانوني لارو چارو کارول په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ د ځپلو مهم اصول دي. له ترهګرۍ سره د مبارزې په پېچلي حالت کې د شينجيانګ سيمه ييز حکومت د ترهګريزو کړو وړو د ځپلو او د خلکو د سرومال د خونديتوب د تضمين له غوښتنې او قانون سره سم له هغو ترهګريزو عملياتو سره سخته مبارزه کړې او کوي يې چې د اتباعو پر بشري حقونو باندې تېری کوي، عامه امنيت او ملي يووالي ته زيانونه رسوي او زمونږ هېواد ټوټه کوي.

په دې راپور کې راغلی چې د شينجيانګ عدلي او قضايي اورګانونو تل د حقيقت پر بنسټ له قانون سره سم د جنايي پېښو څېړنه او پلټنه کړې او هغو مهمو او عمده مجرمينو ته يې سختې سزاوې ور کړې چې ترهګريز عمليات او د تندلارۍ جرمونه يې طرحه او تر سره کړي اوتکرار يې د ترهګرۍ او تندلارۍ کړه وړه تر سره کړي دي.د دې ترڅنګ هغو کسانو ته يې سپکې سزاوې ور کړې چې د جرمونو زيانونه يې لږ وو او خپل جرمونه يې منلي او د نورو وګړو تر فشارونو لاندې يې په غيرقانوني کارونو کې برخه اخيستې وه.سربېره پردې اړوندو عدلي اورګانونو په پوره توګه له قانون سره سم د جنايي سزاوو له لارې د جرمونو د مخنيوي لپاره ښوونيز رول لوبولی دی. له قانون سره سم مجرمينو ته د سزاوو ور کولو ترڅنګ دغو اورګانونو د تورونو دوسيې او دفاع په قومي ژبو او متن د دعواوو د جوړولو او وړاندې کولو حقونه تضمين کړي دي چې ورڅخه قانوني عدالت او د اتباعو د بنسټيزو حقونو ساتنه ښکاري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای