د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۱۸مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د م م د بشري حقوقو شورا د بشري حقوقو د درېيم پړاو په ارزونه کې د چين راپور ومانه. د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال له يو چنګ د بشري حقوقو د ساتلو په برخه کې د چين ۳۰ نوي تدبيرونه معرفي کړل. د چين د بشري حقوقو د پرمختګ لار او په دې برخه کې برياليتوب او د بشري حقوقو د ساتلو په برخه کې د چين ټينګ هوډ د نړيوالې ټولنې لخوا ومنل شو.
د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په وروستيو ورځو کې د امريکا د ۲۰۱۸ کال د بشري حقوقو د راپور د خپرولو په غونډه کې وويل، چې تر اوسه هيچا د چين په شان په بشري حقوقو تېری نه دی کړی. په دې اړه ګنګ شوانګ وويل، چين د امريکا د اړوند چارواکي بې اساسه تور ردوي او کلک مخالفت ورسره ښيي او امريکا يې سخته وغاندله.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |