CRI Online

وانګ یي د چین او اروپا ترمنځ پر همکارۍ او ګډو ګټو ټینګار وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-03-19 09:07:22

وانګ یي د چین او اروپا ترمنځ پر همکارۍ او ګډو ګټو ټینګار وکړ

د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې پر ځایي وخت د مارچ په ۱۸ نیټه د چین د دولتي شورا غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د اروپایي ټولنې د دېپلوماتیکو او امنیتي تګلارو عالی استازي فیدیریکا موغیرینی په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې موږ په دې نظر یو چې په پخوا، اوس او آینده کې به د چین او اروپا ترمنځ عمده تمایل همکاري وي.

وانګ یي وویل چې چین اوس د لوړې سویې په اصلاحاتو او ښه کیفیت سره پرمختګ هڅوي او باور لرم چې اروپا به ترې ګټې هم واخلي. هیله هم لرم چې چیني تصدۍ په اروپا کې په مساوي ،عادلانه او غیرتبعیض ډول چلند وشي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای