CRI Online

چین به هند او پاکستان وهڅوي چې یو شان مثبت لوری ته ګامونه پورته کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-19 09:36:18

چین به هند او پاکستان وهڅوي چې یو شان مثبت لوری ته ګامونه پورته کړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګنګ شوانګ د مارچ په ۱۸ نیټه په بیجینګ کې وویل چې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ستراتیژیک دیالوګ به د مارچ په ۱۹ نیټه په بیجینګ کې ترسره شي. د چین د دولتي شورا غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی به په ګډه سره د دغه دیالوګ مشري وکړي.

یاد ویاند همدارنګه وویل چې چین د پاکستان او هند ګډ ګاونډي په توګه سوله ییزې خبرې اترې هڅوي او د سیمه ییزو حالاتو د ارامتیا په برخه کې یې رغوونکی رول لوبولی دی. چین به هند او پاکستان وهڅوي چې یو شان مثبت لوری ته ګامونه پورته کړي او د خبرو اترو له لارې توپیرونه له منځه یوسي تر څو چې سیمه ییزه سوله او ارامتیا وساتل شي. هند او پاکستان نه بدلیدونکي ګاونډیان دي. د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ همغږی د دواړو خواوو له ګټو او د نړیوالو له ګډې هیلې سره سمون خوري. هیله من دی چې دواړه خواوې په مداومه توګه نیک سیګنال خپور کړي او اړیکې ښې کړي ترڅو چې په ګډه سره سیمه ییزه سوله او ارامتیا وساتي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای