CRI Online

وانګ يي اروپا ته د رئيس شي جين پينګ د سفر په اړه مالومات وړاندې کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-19 09:38:08

وانګ يي اروپا ته د رئيس شي جين پينګ د سفر په اړه مالومات وړاندې کړل

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ په ۱۸مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو له عالي رتبه استازې فيدريکا موغيريني سره تر خبرو اترو وروسته خبريالانو ته وويل، په روان کال کې د شي جين پينګ د لومړي سفر تمځای اروپا دی، له دې څخه ښکاري چې چين له اروپا سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. ايتاليا او فرانسه د اروپايي ټولنې مهم غړي هېوادونه دي. نو د رئيس شي جين پينګ دغه سفر په روان کال کې د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د ديموکراتيکو اړيکو مهم وخت دی.

وانګ يي دې ته اشاره وکړه چې د مشرانو ديموکراتيک عملونه د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ په اړيکو کې مهم لارښوونکي رول لوبوي. د شي جين پينګ دغه سفر دا ثابتوي چې مهمه نه ده چې نړيوال وضعت څنګه بدلېږي، چين تل اروپايي ټولنه خپل مهم ستراتيژيک همکار بولي او له اروپا سره اړيکې په ديموکراتيکو اړيکو کې مهم او لومړی لوری ساتي. (هيله)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای