CRI Online

د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ لومړی ستراتيژيک ډيالوګ به په بېجينګ کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-19 10:05:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۱۸ مه نېټه اعلان وکړ چې چين او پاکستان څرګنده کړې ده چې د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ لومړی ستراتيژيک ډيالوګ به د روانې مياشتې په ۱۹ مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شي، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قرېشي سره په ګډه د ياد ډيالوګ مشري وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای