CRI Online

چين او اروپا د نهمې دورې عالي رتبه ستراتيژيکې خبرې اترې ترسره کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-19 11:13:26

چين او اروپا د نهمې دورې عالي رتبه ستراتيژيکې خبرې اترې ترسره کړې

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۱۸مه نېټه په بروکسيل کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو له عالي رتبه استازې فيدريکا موغيريني سره په ګډه د لوړې کچې ستراتيژيکو خبرو اترو د نهمې دورې مشري وکړه.

وانګ يي وويل، چين او اروپا هراړخيز ستراتيژيک همکاران دي. دواړو خواوو د ناارام نړيوال وضعيت پر وړاندې موثره همکاري کړې او د ثبات د ماشين رول يې لوبولی دی. وانګ يي پر درېيو ټکو ټينګار وکړ چې لومړی، د چين او اروپا ترمنځ همکاري د اړيکو اصلي بڼه ده. دوهم، د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري د چين او اروپا ترمنځ د همکارۍ موخه ده، هيله ده چې اروپا د چين د پرانيستې د نوي پړاو په تګلاره کې لومړی ګټه اخيستونکی وګرځي. چين د اروپا هر کلی کوي چې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په وړانديز کې ګډون وکړي. درېيم، يو د بل مرکزي ګټو ته پاملرنه کول د چين او اروپا ترمنځ د باور نښه ده، هيله ده چې اروپا د چين د مرکزي ګټو په هکله د مسئلو په اړه جدي رويه غوره کړي.

موغيريني وويل، اروپا غواړي له چين سره يو ځای په ګډه د نړيوال څواړخيز تړون تطبيق وهڅوي، د پاريس تړون او د ايران د ذروي مسئلې په اړه تړون، د دوامدار پرمختګ موخې او د افريقا د پرمختګ په شان موضوعاتو په اړه نږدې همکاري وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای