CRI Online

چين له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله له نورو هېوادونو سره تجربې شريکې کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-19 14:15:53

ترهګري د انساني ټولنې ګډ دښمن بلل کيږي چې ور سره د نړيوالې ټولنې له خوا په ګډه مبارزه کيږي. د تندلارۍ مفکورې خپرېدل د زورزياتي پېښو او د ترهګريزو کړووړو د رامنځته کېدو سبب کيږي او بشري حقونو ته مستقيم ګواښ کوي. دغه څرګندونې د شينجيانګ د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد د مبارزې او د بشري حقونو د تضمين په هغه سپين کتاب کې وشوې چې د مارچ په اتلسمه نېټه د چين د حکومت له خوا خپور شو.

ترهګری او تندلارۍ د نړۍ لپاره ګډ دښمن دی. د ابتدايي شمېرنې له مخې تېر کال د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې څه باندې يوولس سوه ترهګريزې پېښې رامنځته شوې او له دې امله څه باندې ديارلس زرو کسانو ژوند له لاسه ور کړی دی.

د دې سپين کتاب د خپرېدو څخه درې ورځې مخکې په نوي زيلانډ کې تر ټولو توره ورځ رامنځته شوې چې په همدې ورځ د دې هېواد په کريسټچيچر ښار کې پر دوو جوماتونو په بريدونو کې پنځوس تنه وژل شوي دي.د دې پېښې بريدګر د ټويټر له لارې د سپين پوستانو د غلبې په اړه د تندلارۍ خبرې کړې وې.

څنګه د تندلارۍ افکارو او د زورزياتي پېښو او ترهګريزو کړووړو مخنيوي کيدلای شي چې دا د بېلا بېلو هېوادونو پر وړاندې ګډه مسئله او ننګونه ده. بېلا بېلو هېوادونو له خپلو مشخصاتو سره سم د دې مسئلې د حل وفصل لپاره لارې چارې پيدا کړې او د ترهګرۍ پرضد مبارزې کې يې يو له بل سره همکارۍ کړي او تجربې يې شريکې کړې دي. په نړيواله ټولنه کې د يوه مسئولانه غړي په توګه چين هم په دې برخه کې برخه اخيستې ده. په ياد سپين کتاب کې په شينجيانګ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې تجربې يادې شوې او د تندلارۍ افکارو د منفي اغيزو د له منځه وړلو او د ځايي وګړو د مسلکي مهارتونو د لوړولو د پيوستون لپاره د مشخصو تدبيرونو په باب معلومات وړاندې شوي چې دا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د چين او نړيوالې ټولنې ترمنځ د نظريو د تبادلې لپاره يوه مؤثره کړنه ده.

په دې کتاب کې هم د ترهګريزو کړووړو د مخنيوي، په مهمو سيمو کې د دې مبارزې د تر سره کولو او په دې برخه کې د نړيوالې همکارۍ په اړه د چين د حکومت مشخص تدبيرونه او لارې چارې يادې شوې دي.

د چين حکومت د ترهګريزو کړووړو مخنيوي ته لومړيتوب ور کوي. په دغه سپين کتاب کې راغلي چې چين له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د نړيوالو تجربو د زده کړې پربنسټ په فعاله توګه د ترهګرۍ پرضد د م م ستراتيژۍ په هکله د م م د عمومي اسامبلې له پرېکړه ليک څخه ملاتړ کوي او د ترهګرۍ د خپرولو شرايطو د له منځه وړلو او د ترهګرۍ د مخنيوي او ځپلو لپاره ډېرې هڅې کوي.

د استخدام د زياتوالي،د زده کړې فرصتونو او د طبي ضمانت د برابرولو په شمول د خلکو د ژوند د ښه والي او تضمين تدبيرونه په شينجيانګ کې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره مهم تدبيرونه ګڼل کيږي.له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د دې سيمې په ښارونو او علاقه داريو کې نور يو مليون څلور لکه او اته سوه کسان په دندو ګومارل شوي او په کليوالو سيمو کې اته مليونه درې لکه او پنځه زره اضافي کارګران هم استخدام شوي دي. د دې ترڅنګ په ګرده سيمه کې ټولو کسانو د نهه کلنۍ اجباري زده کړې له تګلارې او د سترو ناروغيو له بيمو څخه ګټې اخيستې دي.

په مهمو سيمو کې له ترهګرۍ سره د مبارزه کول دا معنی لري چې شينجيانګ د دې مبارزې په برخه کې د چين عمده جنګي ډګر بلل کيږي.په دې سپين کتاب کې هم کښل شوي چې نړيوالې همکارۍ د چين د يادې مبارزې مهم ټکی دی يعنې د چين په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد مبارزه له ترهګرۍ سره د مبارزې د نړيوالې جګړې يوه مهمه برخه ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای