CRI Online

د چین او اروپا ترمنځ اړیکې په نړیوالو اړیکو رڼا اچوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-19 15:53:05
د چین او اروپا ترمنځ اړیکې په نړیوالو اړیکو رڼا اچوي

د چین د دولت رئیس شي جین پینګ به په چهارشنبه ایتالیا، موناکو او فرانسې ته په خپلو رسمي سفرونو پيل وکړي. دا به په سږ کال کې د چین مشر لومړنی بهرنی سفر وي. دا وویل شول چې د دغو سفرونو پر مهال به اقتصادي او تجارتي اړیکې، یو کمربند او یوه لار، کلتوري تبادلې......مهم ټکي وي.

په حقیقت کې د چین او اروپا ترمنځ اړیکې پر دوه اړخیزو، څو اړخیزو حتی نړیوالو اړیکو باندې مهمه اغیزه لري چې محتویات یې د یادو مهمو ټکیو په پرتله نورهم زیات دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له قوله داسې ویل کیږي چې د رئیس شي د دغو سفرونو معنی واضح ده چې د نړیوالو حالاتو د بدلونونو سره سره چین له اروپا سره اړیکو ته لومړیتوب ورکوي. هغه وویل چې د رئیس شي جین پینګ دغه سفر به له اروپا سره د چین د دېپلوماسۍ ځلانده وخت وي.

البته چین او اروپا سره سیالي کوي خو همکاري د دواړو خواوو په اړیکو کې عمده برخه ده. پنځه کاله دمخه رئیس شي جین پینګ په اروپا کې د خپلې وینا په ترڅ کې ویلي وو چې د سوی تفاهم لامل د متقابلې پیژندنې له خنډونو سره تړاو لري. هغه د الماني فیلسوف لیبنیز خبره تکرار کړله چې یوازی د خپلو امتیازونو په تبادلې سره موږ خپل ذهني څراغ روښانه کولی شو. اوس هیله من دی چې د چین او اروپا ترمنځ دغه ځلانده وخت به په اوسنۍ نړۍ کې چې له ډیرو ناارامتیاوو څخه ډکه ده، رڼا واچوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای