CRI Online

د چين د قانون ټولنې د استازو اتمه ملي غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-19 19:28:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د قانون ټولنې د استازو اتمه ملي غونډه د مارچ په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوي تالار کې پرانيستل شوه. په دغه غونډه کې د شي جين پينګ، لي که چيانګ، لي جان شو او وانګ هو نينګ په شمول د ګوند او حکومت مشرانو ګډون کړی او د دې غونډې د پرانيستنې په پاره يې مبارکۍ وويلې.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د مرکزي کمېټې د سياست او قانون کمېټې منشي ګو شنګ کون په خپله وينا کې وويل، چې د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس له جوړېدو راهيسې د چين قانوني ابادۍ تاريخي برياليتوب تر لاسه کړ او سوسيالېستي قانوني اداره يوې ښې مرحلې ته رسېدلې ده. د چين قانون ټولنې د زياتو قانوني کارکوونکو په مشرۍ ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي او د هېواد د سوسيالېستي قانوني ادارې د ابادۍ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.

د دې غونډې عمومي هدف دا و چې په تېرو پنځو کلونو کې د چين د قانون ټولنې کارونه تنظيم او تر تيب کړي، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپل کارونه مشخص کړي او د دې قانوني ټولنې نوې شورا او لوړ پوړ سازمان د رايګيرۍ له لارې رامنځته کړي. ياده غونډه د اوومې دورې د چين د قانون ټولنې د اوومې دورې د شورا مشر وانګ له چوان په مشرۍ تر سره شوه. نوموړي په دغې غونډې کې د اوومې دورې د شورا په استازيتوب خپل کاري راپور هم وړاندې کړ.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای