CRI Online

د چين د دولت مرستيال رئيس وانګ چي شان په جلا جلا ډول د فيليپين له حکومتي پلاوي او د پاکستان له خارجه وزير شاه محمود قريشي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-19 21:17:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت مرستيال رئيس وانګ چي شان د مارچ په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې په جلا جلا ډول د فيليپين له حکومتي پلاوي او د پاکستان له خارجه وزير شاه محمود قريشي سره وکتل. د فيليپين په حکومتي پلاوي کې د دې هېواد خارجه وزير تيودورو لوچين، د اجرائيې چارو وزير سالوادور ميديالديا او د ماليې وزير کرلس دومينګويز شامل وو.

وانګ چي شان له قريشي سره په ليدنه کې وويل، چې چين او پاکستان ښه ګاونډي هېوادونه دي. د دواړو هېوادونو دوستي له نړيوالو ستونزو سره سره د دواړو هېوادونو د خلکو ملاتړ تر لاسه کړی دی. په وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو مشرانو ډېر تګ راتګ کړی او متقابلو د ټولو فصلونو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته يې نوی پرمختګ ورکړی. هيله ده چې دواړه هېوادونه په دوامدار ډول هراړخيزې همکارۍ ژورې وساتي او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په شمول د يو کمربند او يوې لارې د لومړنيو پروژو د برياليتوب لپاره هڅې وکړي.

قريشي وويل، پاکستان د چين ستاينه کوي چې د هند او پاکستان ترمنځ د سختو حالاتو په ارامولو کې يې رغنده رول ولوباوه. دغه هېواد به په دوامدار ډول په بېلابېلو برخو کې له چين سره همکارۍ وکړي څو چې د دواړو هېوادونو د ټولو فصلونو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو نوې پاڼه پرانيستل شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای