د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان د مارچ په ۱۹ مه نېټه خپل کلنی راپور خپور کړ چې له مخې يې په ۲۰۱۸ کال کې په نړۍ کې تر 250 زرو زيات د پوهنې ملکيت حق غوښتنليکونه وړاندې شول چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ٪3.9 زيات شوی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی. په ۲۰۱۸ کال کې د دغه سازمان له لارې وړاندې شوي د پوهنې ملکيت حق په ټولو غوښتنليکونو کې له نيمايي ډېر غوښتنليکونه د اسيا دي او پکې د چين د هوا وې شرکت د غوښتنليکونو شمېر تر نورو تصديو زيات دی.
ياد راپور ښيي چې په ۲۰۱۸ کال کې د امريکا له لوري وړاندې شوي د پوهنې ملکيت حق غوښتنليکونه لاهم تر ټولو زيات دی او شمېر يې 56100 ته رسېدلی دی، چين دوهم مقام نيولی او د وړاندې شوو غوښتنليکونو شمېر يې 53333 ښودل شوی دی. جاپان درېيم مقام نيولی او شمېر يې 49700 ته رسيدلی دی.جرمني او د کوريا جمهوريت په جلاجلا توګه درېيم ځای او پنځم ځای خپل کړی دی.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |