CRI Online

د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز په باب د سياسي ګوندونو مشورتي ميکانيزم لومړۍ غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-20 09:50:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز په باب د سياسي ګوندونو مشورتي ميکانيزم لومړۍ غونډه د مارچ په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. دغه غونډه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د بهرنيو اړيکو څانګې لخوا جوړه شوه، د پاکستان د تحريک انصاف، مسلم ليګ ( نواز څانګه )، او پيپلز ګوند په ګډون د ۹ ګوندونو او د چين د اړوندو ادارو استازو په دې غونډه کې ګډون وکړ او په دې غونډه کې يې د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز په باب د ګوندي مشورتي ميکانيزم د لومړۍ غونډې د بېجينګ اعلاميه تصويب کړه چې موخه يې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان هڅول دي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د بهرنيو اړيکو څانګې مشر سون تاو، د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مرستيال رئيس او دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د ياد ګوند د مرکزي کمېټې غړي او د پارلمان مرستيال مشر قسيم سوري په جلا جلا توګه په دې غونډه کې ويناوې وکړې.

سون تاو وويل، چين او پاکستان د ټولې هوا ستراتېژيک همکاران دي. د اقتصادي دهليز په باب د سياسي ګوندونو مشورتي ميکانيزم نه يوازې د دواړو هېوادونو تر منځ د ګوندي اړيکو په ساحه کې نوښت دی، بلکې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو د ژورتيا يوه صحنه ده. د دواړو هېوادونو بېلا بېل ګوندونه دې د خپلمنځي دوستۍ د ساتنې او د اقتصادي دهليز د ثابت او دواملرونکي پرمختګ لپاره همکارۍ پياوړې کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای