CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت له ايټاليا، موناکو او فرانسې څخه د رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنو په هکله يوه خبري ناسته تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-20 15:06:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په شلمه نېټه د کورنيو او بهرنيو خبري رسنيو لپاره يوه خبري ناسته تر سره کړه اومرستيال وزير وانګ چاو له ايټاليا، موناکو او فرانسې څخه د رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنو په باب معلومات وړاندې کړل او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ور کړل.

نوموړي وويل چې روان کال د چين او ايټاليا ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو د ټينګېدو له پنځلسمې کاليزې سره برابر دی او راتلونکي کال به د چين او ايټاليا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګښت له پنځوسمې کاليزې سره برابر وي، نو دوه اړخيزې اړيکې له مهمو فرصتونو سره مخ دي.ايټاليا ته د رئيس شي جين پينګ سفر د دغو اړيکو د پرمختګ لپاره مهم تاريخي اهميت لري.هغه زياته کړه چې چين او موناکو د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو له ټينګولو راهيسې پر متقابل درناوي او مساوات ټينګار کړی او په سياسي چارو کې يې متقابل باور ټينګ کړی او خپلمنځي همکارۍ يې پياوړې کړې چې دوه اړخيز تګ راتګ د لويو هېوادونو او کوچنيو هېوادونو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ يوه ښه نمونه ګرځېدلې ده.له موناکو څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنه دغه هېواد ته د چين د دولت رئيس لومړی سفر دی او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره تاريخي اهميت لري. سربېره پردې روان کال د چين او فرانسې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له پنځه پنځوسمې کاليزې سره برابر دی.رئيس شي جين پينګ به له فرانسې څخه د خپلې لومړۍ ليدنې تر پنځو کلونو وروسته بيا دغه هېواد ته سفر وکړي چې دابه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره ځانګړی او ډېراهميت ولري.

هغه په خپلو خبرو کې باور وښود چې رئيس شي جين پينګ به د خپلو ليدنو له لارې د چين او يادو درېيو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا، په نوې زمانه کې د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو په پرمختيايي بهير کې د نوي خوځنده ځواک د راپارولو ،د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او ترې د چيني او اروپايي خلکو د ګټو د تر لاسه کولو او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره نوي خدمتونه وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای