CRI Online

د ايټاليا يوې مشهورې ورځپاڼې د رئيس شي جين پينګ مقاله خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-20 16:00:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې له ايټاليا څخه تر رسمي ليدنې مخکې د مارچ په شلمه نېټه د ايټاليا په کوريري ديلا سيرا ورځپاڼې د ختيځ او لويديځ ترمنځ د تګ راتګ د ښې عنعنې او د چين او ايټاليا ترمنځ د دوستۍ د نوي پړاو تر عنوان لاندې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يوه مقاله خپره کړه.

هغه په دې مقالې کې داسې ليکلي چې خوشحال يم چې په طبيعت کې د هر اړخيزو بدلونونو د رامنځته کېدو پر مهال به د ولسمشر سيرګيو ماتاريلا په بلنه له ايټاليا څخه رسمي ليدنه وکړم.چين او ايټاليا د ختيځو او لويديځو مدنيتونو نامتو استازي دي او د انساني مدنيت په پرمختيايي تاريخ کې يې خپل مهم رول لوبولی دی. د چين او ايټاليا ترمنځ د دوستانه تګ راتګ تاريخ اوږد دی.په اوسنۍ زمانه کې دوه اړخيزو اړيکو د پخوانيو لاسته راوړنو د لرلو پر بنسټ نوی پرمختګ کړی دی . په ۱۹۷۰ کال کې د چين ولسي جمهوريت له ايټاليا سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې وې. د دغو اړيکو له ټينګېدو راهيسې که څه هم نړيوالو حالاتو تل بدلون موندلی ،خو دواړو هېوادونو تل يو پر بل باور لرلی او دوه اړخيزې همکارۍ يې پياوړې کړې چې له امله يې د ګډو ګټو پربنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره د هغو هېوادونو يوه ښه نمونه ګرځېدلې چې ټولنيز نظامونه ،کلتورونه او پرمختيايي پړاوونه بېل او سر توپير لري. ۲۰۲۰ کال به د دغو اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کاليزې سره برابر وي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای